فاریاب کې ۴ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶ ټپیان دي
تېره شپه ترهګرو طالبانو د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په سبز سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو څلور مخکښ غړي وژل شوي او شپږ نور مرګوني ټپيان دي.