فاریاب کې ۲۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ پولیس په دولت اباد او المار ولسوالیو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په لړ کې یې نهه ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
همداراز د دې نښتو په ترڅ کې د پولیسو یو منسوب په شهادت رسېدلی او درې نور ټپیان شوي دي.