فاریاب کې ۱۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۱۰:۵۹
z
د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د بهارک کلي په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو پر اډو یو لړ دیسانتي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
همداراز د ترهګرو طالبانو د مهماتو یوه ډیپو او یو عراده نقلیه واسطه د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلې او له لسو زیات موټرسایکلونه یې له منځه وړي دي.
بلخوا په ګرزیوان ولسوالۍ کې د پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې په یادو پېښو کې ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.