فاریاب کې ۱۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو له شتونه د پاکولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې نهه ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په یادو عملیاتو کې څو کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي او د ترهګرو طالبانو یو عراده هاموې ټانګ، پنځه کړۍ ماینونه او د سپکو او درنو وسلو یو شمېر ګولۍ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د عملیاتو په لړ کې درې تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي او ملکي خلکو ته پکې زیان ندی اوښتی.