فاریاب کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۴:۱۹

تېره شپه د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
یاده نښته د شیرین تګاب ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوه، چې په ترڅ کې یې شپږ ترهګر طالبان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
په دې نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.