فاریاب کې یوه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شوه.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۸ - ۱۱:۳۳
n

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د درېیمې حوزې موظفینو د یوه عملیات په لړ کې یوه ۲۴ کلنه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورله او په تور یې دوه انسان تښتوونکي نیولي دي.
انسان تښتوونکو دا نجلۍ د میمنې ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې ساتله چې تېره ورځ مازدیګر مهال د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې راخوشي او کورنۍ ته یې وسپارل شوه.