فاریاب کې له یوې ترهګریزې پېښې مخنیوی شوی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۱:۲۷
6

نن سهار ملي پولیسو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له یوې ترهګریزې پېښې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د قیصار ولسوالۍ په بازار کې له چاودېدونکو توکو یو ډک دېګ بخار د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او د ملي اردو د ځواکونو لخوا شنډ شو.
د دې ماین په کشف او شنډ سره په ګڼه ګوڼه سیمه کې له یوې لویې ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی شوی دی.
ترهګر طالبان په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین دي او دې موخې ته د رسېدو لپاره له هر ډول کړنو ګټه اخلي.