فاریاب کې د ترهګرو طالبانو یو مهم پټنځای له منځه یوړل شو

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۱۲:۲۳
f

تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ په هوچبرج کلي د ترهګرو طالبانو یو مهم پټنځای له منځه وړی دی.
د ترهګرو طالبانو له دې پټنځایه دوه کړۍ ماینونه، سلګونه ډزه ګولۍ، سپکې او درنې وسلې، لسګونه جوړې نظامي البسې، بېلابېل ډوله مهمات او ترهګرو طالبانو ته اړوند کتابونه او بیرغونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې امنیتي او دفاعي ځواکونو فاریاب کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ چاڼیز عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې يې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او ګڼ شمېر سیمې یې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.