فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د محکمې نامي مسوول ونیول شو.
د ملي پولیسو ځواکونو د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د محکمې مسوول مفتي محمد ناصر نیولی.
تېره شپه د ترهګرو طالبانو دا کلیدي غړی هغه مهال ونیول شو، چې د ترهګرو طالبانو د یوه بل غړي مولوي حفیظ الله له خوا په یو عراده موټر کې د جوزجان ولایت شبرغانو ښار ته د درملنې په موخه لېږدول کېده.
یاد کس د فاریاب ولایت په صحرايي محکمو او شکنجو کې لاس درلود.