فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د استخباراتو مهم غړی ونیول شو
نن له غرمې مخکې د فاریاب ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د میمنې ښار په امام صاحب سیمه کې د ترهګرو طالبانو د استخباراتو یو مهم غړی نیولی دی.
یاد کس "قاري محمد نادم" نومېږي او د څه باندې یو کال راهیسې یې په فاریاب کې د ترهګرو استخباراتي چارې پر مخ وړې.
له قاري محمد نادم څخه یو میل کلاشینکوف، دوه میله تفنګچې او یو شمېر نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې نادم د څېرنو پر مهال خپل جرم منلی دی.