فاریاب کې درې ماشومان د بدن غړو د قاچاقبرانو له منګلو وژغورل شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲ - ۱۳:۲۹
ی

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو درې ماشومان د بدن غړو د قاچاقبرانو له منګلو ژغورلي دي.
انسان تښوونکو یاد ماشومان کابل کې له تښونې وروسته د فاریاب میمنې ښار ته لېږدولي او غوښتل یې هرات ته یې قاچاق کړي؛ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له یادې پېښې تر خبرېدو وروسته یو لړ اوپراتیفي عملیات پر لاره اچولي چې په ترڅ کې یې تښتول شوي ماشومان د میمنې ښار له اړوند یوه هوټله پیدا کړي او کورنیو ته یې ورسپارلي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې عاملین د پولیسو تر رسېدو مخکې له سیمې تښتېدلي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.