فاریاب، خوست، بلخ او پکتیا کې له ۱۰ ماین چاودنو مخنیوی شوی
د فاریاب، خوست او بلخ ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د اوه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د فاریاب ولایت په قیصار او پشتونکوټ ولسوالیو کې څلور کړۍ ماینونه، د خوست ولایت په نادرشاهکوټ او باک ولسوالیو کې درې کړۍ ماینونه، د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه او د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې هم یو کړۍ ماین د ملکي مرګژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو؛ چې اوه کړۍ یې د ملي امنیتي ځواکونو د انجینیرۍ ډلې لهخوا کشف او شنډ شول او پاتې درې نور یې پر ترهګرو طالبانو چاودلي دي.
د یادونې وړ ده چې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه او د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې هم یو کړۍ ماین پر ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای کولو پر مهال چاودلي، چې له امله یې څلور ترهګر ماینخښوونکي طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.