غور کې ۲۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۰ - ۱۵:۲۵

تېره شپه د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
په یاده نښته کې د ترهګرو طالبانو د نامي قومندان ظریف په ګډون ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
همداراز د غور ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په دې نښته کې درې ترهګر طالبان له دوه میله وسلو سره نیولي دي.