غور کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول شو.

د غور ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د فېروز کوه ښار له اړوند سیمو یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور له یو شمېر مهماتو سره نیولی.
له یاد کس څخه د ماشین لرونکې پیکا ۱۰۰۰ ډزه ګولۍ او یو ډز د راکټ ګولۍ د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادولو وړ ده، چې نیول شوي کس دا مهمات په سیمه کې ترهګرو طالبانو ته لېږدول.