غور کې درې تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ونیول شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیولي دي.
همداراز د عملیاتو له سیمې څو کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.