غزني کې ۱۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د لومړي نمبر پر لویې لارې، آب بند او ده یک ولسوالیو کې له ترهګرو طالبانو سره د پنځو بېلو ښتو په ترڅ کې ۱۰ ترهګر طالبان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې ترهګرو طالبانو غوښتل پر امنیتي ځواکونو برید وکړي چې له امنیتي ځواکونو سره له مخامخ کېدو سره سم له ماتې سره مخ شول.