غزني کې یو ترهګر طالب د ښځو په کالیو کې ونیول شو.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یو ترهګر طالب د ښځو په کالیو کې نیولی دی.
یاد کس هغه مهال پولیسو نیولی، چې غوښتل یې له ښځینه کالیو په استفادې وتښتي.
له نیول شوي کس څخه درې میله وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.