غزني کې لسګونه میله ناقانونه وسلې او پوځي مهمات کشف او ضبط شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳۴
ظطزرظطزر

د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت کشفي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې لسګونه میله ناقانونه وسلې او یو شمېر پوځي مهمات کشف او ضبط کړي دي.

په ضبط شویو وسلو او مهماتو کې ۴۲ میله کلاشینکوفونه، ۲۲ میله تومانچې، ۱۱ میله برنو ټوپکونه، ۳ راکټونه، یو هاوان، یو لاسي بم، د هاوان ۵۸ مرمۍ، د SPG-9 وسلې ۱۳ مرمۍ او یو شمېر نور پوځي مهمات او تجهیزات شامل دي.

یادې وسلې او مهمات د غزني امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د ډایاک آمریت ته سپارل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي محمد طاهر مبارز د یادو تجهیزاتو د سپارلو پر مهال ویلي، چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت په بشپړ ډول ډاډمن دی او امنیتي ځواکونه هېچا ته اجازه نه ورکوي چې ناقانونه وسلې وساتي او وې ګرځوي.