غزني کې د یو نیم کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو کشف او خنثی کېدل
غزني ولایت کې نن د ملي پولیسو له خوا یو نیم کیلو ګرامه چاودېدونکو توکي، چې په یوه بوجۍ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او خنثی شول.
ترهګرو غوښتل چې غزني کې له یادو چاودېدونکو توکو څخه د ترهګریزو پېښو د ترسره کولو په موخه ګټه واخلي، چې د ده خدایداد په کلي کې د ملي پولیسو له خوا کشف او خنثی شول.