غزني کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۶۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت د مرکز او ولسوالیو په کلیو کې د ترهګرۍ ضد ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي غړو په ګډون ۴۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
د دې عملیاتو پر مهال ترهګرو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې سربېره؛ د دوی ګڼې وسلې، مهمات، څلور عرادې موټر او ۱۹ عرادې موټرسایکلونه هم ترلاسه او یا هم له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې په شالېز سیمه کې د چاودېدونکو توکو یو پټنځای هم کشف او له منځه وړل شوی دی.
په خواشینۍ سره چې د دې عملیاتو پر مهال یو سرتېری شهید او درې نور برسېرن ټپیان شوي دي.