غزني کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ پینځه غړي شهیدان شوي
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په نظرخان کلي کې تېر مازدیګر د ملکي سورلیو یو موټر د ترهګرو طالبانو پر ځای پر ځای شوي ماین ختلی، چې د ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ پینځه غړي شهیدان شوي دي.
په شهیدان شویو کسانو کې د دوه ښځو او یو ماشوم په ګډون دوه نرینه هم شامل دي.
یاد کسان د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وو او غوښتل یې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ ته د خپلوانو لیدنې ته ورشي، چې موټر یې د ترهګرو طالبانو پر خښ کړل شوي ماین برابر شوی او له امله یې دا ملکي مرګژوبله رامنځته شوې ده.
د تېرو دوه اونیو په لړ کې دا درېیم ځل دی، چې ترهګر طالبان په غزني ولایت کې د سړک غاړې ماینونو او توغندیو په وسیله ملکي خلک په نښه کوي.