شپږو ولایتونو کې؛ د شاوخوا ۱۴۰ جریبه کوکنارو اړولو ترڅنګ ۴ تنه نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۱:۲۲
sfdafdsfdsa

نشه یي توکو سره د مبارز‌ې پولیسو ۱۳۴ جریبه کوکنار د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ او اووه جریبه د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې اړولي دي.
همداراز، بدخشان کې درې تنه له ۸۱۳ دانو نشه یي ګولیو سره او د کندهار په سپين بولدک ګمرک کې یوتن د ۶ کیلو چرسو سره نیول شوی دی. دې ته ورته، ۲۸۰۰ کیلو ومان په سمنګان ولایت او ۴۰۰ کیلو په غور ولایت کې سوځول شوي دي.
په ورته وخت کې، یادو پولیسو په لغمان ولایت کې ۱۳ کسان په نشو روږدي راټول کړي او د درملنې لپاره یې د پلازمېنې ۵ زره بیستریز روغتون ته لیږدولي دي.