سمنګان کې له پنځو ماین چاودنو مخنیوی شوی

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د سمنګان ولایت د آهنګران او روی دو آب کلیو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو له یوه کوره پنځه کړۍ ماینونه او د درنو وسلو یوه سرګلوله کشف او ترلاسه کړې ده.