سرپل کې یو تن د وژنې په تور نیول شوی

farhadi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۷ - ۱۲:۵۰
'

سه شنبه، د غوايي ۱۷مه ۱۳۹۸

د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یو تن د وژنې په تور نیول شوی.
یاد کس څه موده دمخه یوه ښځه په سانچارک ولسوالۍ کې د کلاشینکوف په وسیله وژلې او یوه بله یې ټپي کړې ده.
نیول شوی کس تښتېدلی و، چې تېره ورځ په سانچارک ولسوالۍ کې د ملي پولیسو له خوا ونیول شو.