سرپل کې له نشه يي توکو ډک موټر د قاچاق پرمهال ونیول شو.

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۱۶:۴۲
01

نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو سرپل کې له نشه يي توکو یو ډک موټر چې ۳۵۶ کیلو ګرامه تریاک پکې ځای پر ځای شوي وو، د یاد ولایت له عمومي لویې لارې نیولی.
یاد نشه يي توکي په یوه موټر کې دننه په ۳۳ بوریو کې ځای پر ځای شوي وو، چې په تړاو یې دوه تنه ترهګر طالبان نیول شوي او یادو ترهګرو غوښتل نشه يي توکي له یاد ولایت څخه بهر ولېږدوي.
د نشه يي توکو کښت او قاچاق د ترهګرو طالبانو لویه مالي سرچینه تشکیلوي، چې د کال له پیله تراوسه د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو لسګونه کارخونې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له منځه وړل شوې دي.