سرپل کې د وسله والو انسان تښتوونکو حرفوي ډله ونیول شوه

د سرپل ولایت د ځانګړو پولیسو قطعې ځواکونو د یو چاڼیز عملیات پایله کې د انسان تښتوونکو پنځه کسیزه ډله چې غوښتل یې یو کس وتښتوي نیولي ده.
نیول شوو کسانو غوښتل چې یاد کس وتښتوي او یو نامعلوم ځای ته یې ولېږدوي. دوی پلان درلود چې د تښتول شوي کس په بدل کې به یې له کورنۍ د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو غوښتنه کوي.
له نیکه مرغه د هېواد زړورو امنیتي ځواکونو یاده ډله خپلې شومې موخې ته د رسېدو وړاندې نیولې او دوه میله وسله او یو عراده موټر یې ترې ترلاسه کړي دي.