سرپل کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۱:۳۵
ل

د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ترهګرو طالبانو تېره شپه د سرپل ولایت د مرکز په توغني سیمه کې ترورېستي تحرکات ترسره کړي، چې د امنیتي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او په ترڅ کې يې د طالبانو د یوه ډلمشر مطیع الله عمري په شمول څلور ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
په دې نښتو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیان ندی اوښتی.