سرپل کې درې وسله وال غله ونيول شول

د سرپل ولايت د امنيه قومندانۍ منسوبينو د مرکز اړوند په سنګ توده سيمه کې يو لړ هدفمند عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې وسله وال غله نيولي دي.
يادو غلو به د سرپل-سانچارک پر عمومي سړک له وسلو په
استفادې د مسافرينو قيمتي اجناس او پيسې غلا کولې.
له دې کسانو څخه دوه عرادې غلا شوي موټرسايكلونه، يو ميل وسله، موبايلونه او پيسې هم د پوليسو لاسته ورغلې دي.
نيول شويو کسانو خپل جرم منلى دى.