سرحدي ځواکونو ته د مسلکي وړتیا لوړولو سمینار جوړ شو

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۱۴
sdfasf


د سرحدي شرطې د لوی ریاست په قرارګاه کې د هوایي ډګرونو او سرحدي کمیساریو د پاسپورت او ویزې آمرینو او یو شمېر منسوبینو لپاره یو مسلکي روزنیز سمینار ترسره شو.
​د دغه سمینار په لړ کې، د سرحدي پولیسو رئیس ملا عبدالرحیم احمد د هېواد د سرحدونو، هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو د امنیت او نظم په ټینګښت کې د سرحدي ځواکونو پر بنسټیز رول خبرې وکړې. نوموړي پر ټولو منسوبینو غږ وکړ چې خپلې سپارل شوې دندې په بشپړ مسلکي توب او لوړ مسؤلیت سره مخ ته یوسي.