ستر امنیتي معین د کندهار ولایت له مرکزي زندان او یو شمیر نورو امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمن نن په کندهار ولایت کې پلی وګرځید او د یاد ولایت له ښاریانو او هټيوالو سره یې ولیدل چې د ښاریانو او هټیوالو له تود هرکلي سره مخ شو.
ستر امنیتي معین د کندهار ولایت ښاریانو او ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به د خپلو پلان شوو عملیاتو له مخې دښمن ته کلکه ماته ورکوي او ډېر ژر به د ټولو امنیتي حوزو څخه د دښمن تهدید په بشپړه توګه ختم او ولسونه به بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.
دغه راز ستر امنیتي معین د کندهار ولایت د مرکزي زندان او یو شمیر نورو امنیتي پوستو څخه هم د لیدنې پرمهال امنیتي مسؤلینو ته انګیزه او مرال ورکړ او د دوﺉ مېړان او سرښندنې یې وستایلې.
هېره دې نه وي چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن یو شمېر هغه زړور امنیتي مسؤلینو او منسوبین چې په دندو کې یې له ځانه وړتیاوې ښودلې وې په نغدي ډالیو وستایل.