ستر امنیتي معین د لویدیځ زون د امنیتي وضعیت د ارزونې پهپار هرات ته سفر وکړ

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د لویدیځ زون د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر کړی.
امنیتي معین په هرات کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مسوولینو او سیمهييزو چارواکو سره کتلي او دوی ته یې د دښمن او جنایتکارانو پر وړاندې له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته د مبارزې پر تغییر ټینګار کړی دی.
سترپاسوال عبدالصبور قانع وویل، چې د افغانستان دښمنان د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د مقابلې توان نهلري او د ملکي خلکو د نښه کولو په هدف غواړي د خلکو تر منځ د وحشت او وېرې فضا خپره کړي.
ښاغلي قانع همداراز د یاد ولایت د امنیتي وضعیت ښهوالي په برخه کې د سیمهییزو چارواکو او امنیتي مسوولینو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت رهبري به د دوی وړاندیزونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.