زابل کې ۴۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
جمعه ۱۴۰۰/۵/۱۵ - ۱۱:۱۶
8

تېره شپه د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د زابل ولایت د زوزګر، تبخسر او تورې امنیتي پوستو په اړوند سیمو کې د طالبانو ترورېستي تحرکات شنډ کړي او په ترڅ کې یې د طالبانو د دوو مخکښو قوماندانانو مولوي احمد او شریف په ګډون ۴۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. 
د دې عملیاتو پر مهال د دوښمن ګڼې وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.