زابل کې د یوې لويې ترهګریزې پېښې مخه ونیول شوه.

تېره ورځ د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو لړ ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۱۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل.
په چاودېدونکو توکو کې دوه ۲۰ کیلو ګرامه بورۍ او څلور کړۍ ۱۶ کیلو ګرامه بشکه يي ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.