زابل کې د ترهګرو طالبانو چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د زابل ولایت په "قلعه چه" سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یي د ترهګرو طالبانو څو کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
ترهګرو طالبانو غوښتل چې له یادو چاودېدونکو توکو په ګټنې د زابل په اړوند سیمو کې ترورېستي بریدونه ترسره کړي.
په ضبط شویو توکو کې لاسي بمونه او د ماینونو ملحقات هم شامل دي.