د کونړ امنیې قومندانۍ ته درې عرادې د شرطې هایلکس موټرونه وسپارل شول
د امنیتي چارو د لا ښه تنظیم، د منسوبینو د کاري اسانتیاوو برابرولو او د خلکو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په موخه، د کورنیو چارو وزارت له لوري د کونړ امنیې قومندانۍ ته درې عرادې د شرطې نوم او نښان لرونکي هایلکس موټرونه ورکړل شول. یاد موټرونه د کونړ امنیه قوماندان الحاج مولوي ضیاءالحق حامد د هڅو په پایله کې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د مقام د دفتر مدیر قاري مطیع الله همت او د مرور مدیر مولوي محمد انور فاروقي له لوري د ولسوالیو امنیتي مسؤولینو ته وسپارل شول.
د یادو موټرونو له وېش سره به د امنیتي مسؤولینو د تګ راتګ، د امنیتي چارو د تنظیم او د خلکو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.