د کورنیو چارو وزیر له دیبورا لاینز سره ولیدل
تیره ورځ د کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشره دیبورا لاینز سره وکتل.
د کورنیو چارو محترم وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د ښاغلې لاینز سره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې.
په لومړیو کې ښاغلې لاینز د افغانستان په اړه د خپل وروستي سفر ګذارش محترم وزیر ته وړاندې کړو او د خپل د لاسته راوړنو په هکله يې وویل: ما د امنیت شورا غړو ته د افغانستان وضعیت تشریح کړو او د افغانستان نقشې ته په اشارې می دوی ته وویل چې د دې نقشې په هره برخه کې موږ ازادانه خپل فعالیتونه پرمخ وړو او بشری مرستې رسوو چې پخوا موږ دا کار نه شو کولاي.
لاینز زیاته کړه: له هغه مهاله چې ما تیر ځل له تاسې سره ولیدل ما نيويارک، لندن، برسلز، لندن، دوحې ته سفرونه درلودل ترڅو هلته د افغانستان وضعیت په ښه ډول دوی ته تشريح کړم همدا راز زما مرستیال بیا ایران پاکستان تاجکستان ترکيې هیوادونه ته سفرونه درلودل.
موږ په ټولو سفرونو کې نړيوالو ته یو واضح پيغام درلود چې افغانستان د سيمې پراخ ملاتړ ته اړتیا لری.
ښاغلې لاینز وویل: زموږ د هڅو نتیجه وه چې نړیوال بانک د افغانستان لپاره د ۲۸۰ ملیون ډالرو نغدي بشري مرستو انتقال ومانه.
نوموړي وویل چې د دې په خاطر چې تاسې زموږ امنیت خوندي کړی موږ افغانستان ته ۱۳۰ ملیون ډالر انتقالوو چې ۶۰ ملیون ډالر مو مرکزي بانګ ته ورکړي.
ښاغلې لاینز وویل: موږ د تعلیم او زراعت مالدارۍ په برخه کې هم کومک کوو او تر راتلونکې جنوري پورې به هڅه وکړو ترڅو د افغانستان کنګل شوي پيسې راخلاصې کړو.
ښاغلې لاینز د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې لا نورې هڅې وکړي ترڅو افغانستان یو همه شموله نظام ولري ترڅو د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې موږ ښه استدلال وکړی شو.
همدا راز لاینز وویل: راتلونکې جنوري کې په افغانستان کې د القاعدې د حضور په اړه کلنۍ راپور خپريږي چې په برخه کې به هم موږ مثبت رول ولوبوو.
هغې زياته کړه: موږ ستاسې دین کلتور او افغاني ارزښتونو ته احترام لرو او هيڅ داسې تصمیم په تاسې تپل نه غواړو چې ستاسې د دین کلتور او افغانی ارزښتونو سره په ټکر کې وي.
ښاغلې لاینز وعده وکړه چې په ټول هیواد کې د ۱۵۴ زره استادانو معاش به په غاړه واخلي.
ښاغلي حقاني په خپل وار له ښاغلې دیبورا څخه د هغې د هڅو مننه وکړه او هغې ته یې ډاډ ورکړو چې اسلامي امارت په له نړيوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې په ښه توګه سر ته ورسوي.
ښاغلي وزیر له لاینز څخه وغوښتل چې په رامنځ شوي سياسي کړکيچ کې د ښه دریمګړې رول ولوبوي.
ښاغلي وزیر صیب وویل: افغانستان د هیچا لپاره خطر نه دی او نه څوک ثابتولای شي چې کوم افغان دې د بهرني هيواد امنیت ګواښلی وي.
همدا راز ښاغلي وزیر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ د ړنګې شوې ادارې نماینده ته ورکول د افغانان په مسلم حق تیری وباله او غوښتنه يې وکړه چې باید نور د افغانانو په خلاف د زور او فشار پاليسي تغیر ومومي.
په پای کې د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو او د نړيوالې ټولنې ترمنځ د تماسونو پر زیاتیدو توافق وشو ترڅو د رامنځ ته شوي کړکيچ لپاره سوليز حل پيدا شی.