د کورنیو چارو وزیر د پولیسو د یوه سرتېري شهید ذبیح الله له کورنۍ سره چې له یوې خونړۍ پېښې یې مخنیوی کړی و، خواخوږي وکړه

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۱۸:۸
6

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي نن د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د یوه سرتېري شهید ذبیح الله له کورنۍ سره د ټیلېفوني خبرو له لارې د تسلیت او خواخوږۍ سربېره، د یاد سرتېري له مېړانې او سرتېرۍ ستاینه او درناوی وکړ.‏

د کورنیو چارو وزیر د خلکو له ځان او مال د ساتنې په برخه کې  د پولیسو له سرښندنو یادونه وکړه او ویې ویل، چې شهید ذبیح الله له هغو اتلانو دی چې د فراه ولایت په اړوند سیمو کې یې د یوه موټربم په پېژندلو او شنډولو سره د لسګونه ځايي اوسېدونکو ځان وژغوره او خپل سر یې د خاورې د ساتنې په لار کې قرباني کړ.
د کورنیو چارو وزیر د دې ټکي په څرګندولو سره چې د پولیسو د شهیدانو ورثو او کورنیو ته رسېدنه د کورنیو چارو وزارت په کاري لومړيتوب کې ده؛ د شهید ذبیح الله کورنې ته یې هم ډاډ ورکړ، چې د دې شهید د امتیازاتو د پر وخت ورکړې په برخه کې به هېڅ ډول خنډ او ځنډ رامنځته نشي.‏

په همدې حال کې؛ د یاد شهید سرتېري مېرمنې د کورنیو چارو د وزیر له همدردۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د شهید ذبیح الله یوازینی ارمان د خلکو امنیت او ازادي وه چې په همدې لاره کې یې سر قرباني کړ.
هېره دې نه وي چې شهید ذبیح الله د روانې اونۍ د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو یو موټربم کشف او شنډ کړ او په همدې پېښه کې یې خپل سر هم قرباني شو.