د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي دوکتور مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدنه وکړه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۹:۱۴
غقف

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر له ځانګړي استازي دوکتور مطلق بن ماجد القحطاني سره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د هوکړو او کابل هوایي ډګر د چارو د څرنګوالي په تړاو وکتل.د کورنیو چارو وزیر د دې ناستې په ترڅ کې وویل چې قطر هېواد د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د یوه پله حیثیت لري او هیله ده په دې برخه کې خپل رول په ښه ډول ولوبوي.