د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیالۍ په ولایتونو کې د عامه پوهاوي او د نشه یي توکو د له منځه وړلو په موخه د کمېټو د پیل لړۍ له میدان وردګ ولایت څخه وکړه.

دغه لړۍ چې موخه یې په میدان وردګ ولایت او ولسوالیو کې د نشه یي توکو د مخنیوي په موخه د عامه پوهاي او کمېټو منځته رواړول دي په پرانېسته کې د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیالۍ د دفتر رییس مل پاسوال مولوي حسیب الله احمدي، د میدان وردګ ولایت والي قاري بختیار معاذ او یو شمېر مسؤلینو علماوو او مخورو ګډون کړی و.
ښاغلي احمدي له ګډونوالو او ځایي مخورو وغوښتل چې د جوماتونو، ښوونځیو او کورونو له لارې دې د نشه یي توکو د قاچاق، کښت او خرڅلاو په برخه کې له اسلامي نظام سره همکاري وکړي او خلک دې له دغې شومې پدیدې څخه راوګرځوي.
هغه وویل، د کمېټو په تشکیل کې ۱۰ ادارې ګډون لري چې د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې به د ښې همغږۍ لپاره منظمې ناستې هم ولري.