د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل د یو شمیر ولایتونو له والیانو سره لیدنه وکړه

په دغه لیدنه کې، لومړئ اړونده والیانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال الحاج مولوي محمد نبي عمري ته خپلې کاري کړنې وړاندې کړې او په مربوطه ولایتونو کې یې د فعالیتونو په اړه معلومات د مجلس له ګډونوالو سره شریک کړل.
په دغه غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت مقام د دفتر لوی رییس الحاج لوی پاسوال مولوي زین الله عابر هم ګډون درلود د والیانو له کړنو او لاسته راوړنو مننه وشوه.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل مولوي محمد نبي عمري په خپله وینا کې، له دوی وغوښتل چې، د ولس د سوکالئ او ارامتیا لپاره له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي.