د کورنیو چارو وزارت له لوري په شکردرې ولسوالۍ کې اصلاحي سیمینار جوړ شو
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی ریاست اړوند د ولسي پولیسو ریاست له لوري، د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې یو ورځنی علمي او اصلاحي سیمینار ترسره شو.
په دې سیمینار کې د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د دعوت او ارشاد مرستیال، سمونمل ملا یار محمد احمدي، د شکردرې ولسوالۍ پولیسو او منسوبینو ته له خلکو سره د ښه چلند، د اسلامي اصولو د مراعات، د بیتالمال د ساتنې او د مسلکي مسؤلیتونو د سمې ترسره کولو په اړه وینا وکړه.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر استازي، مولوي محمد قاسم ابراهیمي، د سیمینار ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، د امنیت ټینګښت د پولیسو اساسي دنده او مسؤلیت دی او په دنده کې هر ډول غفلت د خیانت په معنا دی.
همدارنګه، د شکردرې ولسوالۍ ولسوال، مولوي حسینالله زاهد، د راغلي پلاوي هرکلی وکړ او د دغه ډول علمي او اصلاحي سیمینارونو جوړول یې د پولیسو د فکري او مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل. نوموړي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې هم ورته سیمینارونه دوام ومومي.