د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او ورسره پلاوي یې له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت له عملیاتي قطعې او د کابل امنیه قوماندانۍ له احضاراتو څخه لیدنه وکړه.
کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال ارکان حرب خوشحال سعادت په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت یو شمېر رییسانو یې هم ملتیا کوله، د اختر په لومړۍ ورځ د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت، عملیاتي قطعې (N I U) او د کابل امنیه قوماندانۍ له امنیتي تدابیرو او لومړۍ درجه احضاراتو څخه د لیدنې پرمهال لومړی ټول پرسونل ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله ویې ویل:"ډېر خوښ یم چې تاسې اتلانو د خپلو درنو مسوولیتونو له مخې د خپلو خلکو د خوندي امنیت په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او د خلکو لپاره مو د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړې."
ښاغلي سعادت زیاته کړه، "زموږ او ستاسې موخه نه یواځې د خلکو خوندي امنیت ټینګښت دی بلکې د خلکو د مال او ناموس څخه ساتنه هم ده او دا ویاړ هغه وخت لا ښه ترلاسه کولای شو چې د یو واحد قوت په توګه په ګډه کار وکړو، یو بل ومنو او د عسکرۍ لوړې له مخې ملي ګټو، د فساد پروړاندې مبارزې، د ظلم مخ نیوي او له خلکو سره سم او سالم چلند ته لا نور هم ژمن پاتې شو."
دغه راز د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس، د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معینیت د دفتر رئیس او د تامیناتي معینیت د دفتر رئیس هم د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کورنیو چارو وزارت له امنیتي قرارګاه او د قضات له قطعې څخه لیدنه وکړه او د پرسونل له امنیتي احضارات یې وارزول.