د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، د طبیعي پېښو سره د مبارزې او اور وژنې لوئ ریاست څخه لیدنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي د طبیعي پېښو سره د مبارزې او اور وژنې ریاست څخه د لیدنې پرمهال د یاد ریاست د ټولو بیداره او زړورو منسوبانو دندې او لاسته راوړنې وستایلې ویې ویل:"که څه هم د اوروژنې او طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مو په مناسبو تجهیزاتو او امکاناتو سمبال دي خو بیا هم لا نورو عصري او ځواب ویوونکو وسایلو او تجهیزاتو ته اړتیا ده څو له ټولو هغه طبیعي پېښو سره چې وخت ناوخت مو هېوادوال ورسره مخ کیږي مناسبه مبارزه وشي."
ښاغلي ابراهیمي اور وژنه، په اور، اوبو، زلزلو، طوفانونو، واورو او په نورو طبیعي پېښو کې د زیانمن شوو کسانو سره بیړنۍ مرسته او ژغورنه د اور وژنې او طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له اصلي او اساسي دندو څخه یاد کړل او د یاد ریاست له رئیس څخه یې وغوښتل چې د عامه پوهاوي په برخه کې دې د مطبوعاتو له لارې د عامه پوهاوی په موخه د اور وژنې ریاست د اړیکو ټولې شمېرې له خلکو سره شریکې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، طبیعي پېښو سره د مبارزې او اور وژنې ریاست منسوبینو په مسلکي ښوونه او روزنه کلک ټينګار وکړ او د یاد ریاست منسوبینو ته یې مسلکي ښوونه او روزنه خورا اړینه وبلله ویې ویل، د اور وژنې ریاست منسوبینو لپاره باید بېلابېل روزنیز پروګرامونه او ورکشاپونه برابر شي څو د اور وژنې او طبیعې پېښو سره د مبارزې په موخه لا نوې تجربې او مالومات ترلاسه کړي.
وروسته د طبیعي پېښو سره د مبارزې او اور وژنې رئیس مل پاسوال سید نظام الدین پاچا د خپلو کاري چارو راپور وړاندې کړ او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته یې د کاري چارو د لا ښه والي په اړه کلک ډاډ ورکړ.
په پای کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي د اور وژنې ریاست د عملیاتي قطعې، د طبیعي پېښو سره د مبارزې او اور وژنې د تجهیزاتو، د یاد ریاست ورکشاپ، سپورتي جم نازیم او کلینک څخه هم لیدنه وکړه.