د کورنیو چارو وزارت د کنړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ لېسې زده کوونکو ته د ښوونځي توکي او قرطاسیوي مواد ووېشل
دا مرستې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی ریاست لخوا د زده کوونکو د زده کړو بهیر د لا ګړندي توب او ښه والي په موخه دي چې، د کنړ ولایت امنیه قومندانۍ د عامه اړیکو مسوول له لوري د یاد ولایت د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو د ښوونځیو زده کوونکو ته ووېشل شول.
د دغه توکو د وېشلو په وخت کې، مسوولینو د علم او زده کړې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د راتلونکي نسل د حمایت او د دوی لپاره د زده کړو د ښه چاپېریال رامنځ ته کول یې د ټولو ګډ مسوولیت یاد کړ.
د کنړ ولایت امنیه قومندانۍ د عامه اړیکو مسوول وویل چې، کورنیو چارو وزارت د امنیت د نیولو تر څنګ په ټولنیزو برخو کې د ځوانانو حمایت ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.
د بریکوټ لېسې زده کړیالانو او ښوونکو د کورنیو چارو وزارت دا اقدام وستایه او د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی ریاست له رهبرۍ یې زده کړیالانو ته د پاملرنې په پار قدرداني وکړه.