د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز له مخې او د ولسمشرۍ ماڼۍ د منظورۍ په اساس د لاندې افسرانو ګمارنې هر یو:

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۳ - ۱۸:۲۸
0023

۱:  پاسوال عبدالفتاح فروغ د امیر محمد  زوی د لوی پاسوالۍ په بست کې د امنیتي چارو د ستر معینیت د رییس ارکان په توګه
۲:  پاسوال خلیل الله ضیایي د عظیم الله زوی د پاسوالۍ په بست کې د ښوونې او روزنې د قومندان په توګه
۳:  مل پاسوال میر عبدالفرید همکار د میر عبدالقدوس زوی د پاسوالۍ په بست کې د مخابرې او مالوماتي ټېکنالوژۍ د عمومي رییس په توګه
۴:  سمونوال عظیم الله د عزیز الله زوی د مل پاسوالۍ په بست کې د کابل د ملي پولیسو د ښوونیز مرکز د قومندان په توګه
۵:  سمونمل زرمینه د بازوان لور د مل پاسوالۍ په بست کې د ښځینه پولیسو د ښوونیز مرکز د قومندان په توګه
۶:  سمونوال عبدالواحد د عبدالصمد زوی د مل پاسوالۍ په بست کې د کندهار ولایت د محبس او توقیف خونو د عمومي مدیر په توګه
۷:  مل پاسوال سید احمد علي د سید محمد حسن زوی د مل پاسوالۍ په بست کې د امنیتي چارو د معینیت د عامه امن و نظم د رییس په توګه
۸:  سمونوال محمد قسیم د امین زوی د مل پاسوالۍ په بست کې د محبسونو د عمومي ریاست د محاکمو د اړیکو د رییس په توګه
۹:  پوهنیار سمونوال محمد علیم د محمد اکرم زوی د مل پاسوالۍ په بست کې د ښوونې او روزنې د عمومي قومندانۍ د پلان او پالیسۍ د مرستیال په توګه
۱۰:  سمونوال میوند د محمد محفوظ زوی د مل پاسوالۍ په بست کې د هرات ولایت د محبس د عمومي مدیر په توګه
۱۱:  سمونوال محمد مصطفی د محمد عثمان زوی د مل پاسوالۍ په بست کې د ولسي پولیسو د رییس په توګه
۱۲:  جګړن پوهیالی خان محمد شینواری د سمونوالۍ په بست کې د کابل د امنیه قومندانۍ د ترافیکو د عمومي مدیر په توګه
منظورې دي.

د کورنیو چارو وزارت د پورتنیو ګمارل شویو افسرانو لپاره په چارو کې د بریا غوښتنه لري او هیله لري چې د خلکو او هېواد د خدمت لپاره د پام وړ هڅې ترسره کړي.