د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د ننګرهار سره‌رود ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۱۶
شسیبش

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ عبدالرحمن منیر، د خپل رسمي سفر په لړ کې د ننګرهار ولایت سره‌رود ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې روان فعالیتونه یې له نږدې وکتل.

په دې سفر کې د ننګرهار ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر او یو شمېر اړوند مسؤلین هم ورسره ملتیا کوله. نوموړي د سره‌رود ولسوالۍ په کچه د نشه يي توکو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره ترسره شوي اقدامات وارزول او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې او هدایات وړاندې کړل.

همدارنګه د سره‌رود ولسوالۍ مسؤلینو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د روانو فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.

شیخ عبدالرحمن منیر د ننګرهار په کچه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له روانو هڅو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه یو مهم مسؤلیت دی چې د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو له مخې په ټول هېواد کې په جدي ډول پر مخ وړل کېږي.