د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت مسلکي ساتونکو له لوري د کابل انټرکانټیننټل هوټل خوندي امنیتي چاپېریال تأمین شوی

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۴۳
ظلیبل

د کابل انټرکانټیننټل هوټل، چې د هېواد له مخکښو پنځه ستوریزو هوټلونو څخه شمېرل کېږي، د لوړ کیفیت خدمتونو ترڅنګ د قوي امنیتي تدابیرو په شتون کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

د یاد هوټل د امنیت د تأمین مسؤلیت د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت پر روزل شویو او مسلکي ساتونکو ور تر غاړې دی، چې د هوټل د امنیت د ټینګښت لپاره شپه او ورځ جدي هڅې کوي.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په هېواد کې د ملي او نړیوالو بنسټونو او پانګوالو لپاره خوندي امنیتي فضا رامنځته کړې، څو پانګوال وکولای شي په ارامه او مصؤنه فضا کې پانګونه او خپل سوداګریز فعالیتونه پراخ کړي.