د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ له پرېکړې وروسته د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت خپلو منسوبینو ته د یونیفورم د ګتې اخیستو جدي سپارښتنه وکړه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۵۸
asdfasf

وروسته له هغې چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د وزرات د ټولو نظامي منسوبینو لپاره ټاکلی یونیفورم جبري وګڼه د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت خپلو ټولو نظامي منسوبینو ته امر کړی چې د مشرتابه د پرېکړې له مخې ټول منسوبین مکلف دي د ټاکل شوي یونیفورم څخه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري منظور شوی دی، ګټه واخلي.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د عملياتي چارو مرستيال محترم پاسوال مولوي شریف الله "الهام" وایي دغه اقدام به د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت ساتونکو په پیژندګلوۍ کې ولس ته اسانتیاوې را منځ ته کړي او ورسره به د یاد معینیت منسوبین په منظم او مسلکي ډول د هېواد له ملي شتمنیو، خصوصي سکټور او د نړېوالو پرژو د امنیت ساتنه وکړي.