د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په اوو ولایتونو کې په څو جلا جلا اقداماتو کې، ۱۲ تنه د وژنې (قتل)، غلا او د درملو او لرګیو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له ډلې يې، ۴ تنه د لرګیو د قاچاق په تړاو د کونړ په پېچ درې ولسوالۍ کې، ۳ تنه غله په فاریاب، یو تن د ۹۵ کارتن درملو د قاچاق په تړاو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې، یو تن له یو استوګنیز کور څخه د سرو زرو او ۵۴ زره افغانیو د غلا په تړاو په جوزجان، یو تن د قتل په تړاو په سمنګان، یو تن د یوه موټر د غلا په تړاو په نیمروز او یو بل تن له کورونو څخه د غلا په تړاو له یوه موټر او یو میل وسلې سره یوځای په فراه ولایت کې نیول شوی.