د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، په ۵ ولایتونو کې د بېلابېلو جلا عملیاتو پر مهال ۱۰ تنه د غلا، قتل او قمار په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو څخه ۳ تنه په جوزجان ولایت کې د قمار په تړاو، ۳ تنه وسلهوال غله په هلمند، ۲ تنه غله په هرات او ۲ تنه نور په غزني او لغمان ولایتونو کې د قتل په تړاو نیول شوي دي.